د چین – افغانستان – پاکستان درې اړخیزه غونډه

د روان میلادي کال د اګست په ۲۰مه نېټه به د چین د حاکم ګوند د سیاسي بیرو غړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلی وانګ يي، او د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلی اسحاق ډار، د درې اړخیزې غونډې د ګډون لپاره کابل ته تشریف راوړي.

یاده غونډه به د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي چې په ترڅ کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په شمول پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه تر سره کېږي. تمه ده چې د غونډې ګډونوال د ګډو ګټو، متقابل تفاهم او پراخو همکاریو پر بنسټ د راتلونکي په باب د اړیکو اړوند نظرونه تبادله کړي.

سربېره پر دې، د چین د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان اسلامي امارت له یو شمېر لوړپوړو مشرانو سره د دوه اړخیزو لیدنو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي همکارۍ او د متقابل باور پر بنسټ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.