د عمان سلطنت له لوري يوشمېر افغان بنديان خوشې شول

د عمان سلطنت د محترم سلطان جلالتمآب هيثم بن طارق آل سعيد، د کوچني اختر د مبارکې ورځې په پار د صادر شوي ځانګړي فرمان پر بنسټ، نهه (۹) تنه افغان بنديان خوشې شول.

د خلاصو شویو له ډلې یې ، شپږ (۶) تنه د اړوندو ادارو تر همغږۍ وروسته هېواد ته راستانه شوي، او پاتې درې تنه به هم ډېر ژر راستانه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د عمان سلطنت له دې انساني او اسلامي پاملرنې او حسنه اړيکو څخه مننه کوي، او د لا زياتو همکاریو او ښو اړيکو هیله لري.