بهرني تابعیت درلودونکي هېوادوال د راتگ په مهال ويزي ته اړتیا نه لري

دې وروستیو کې، د ځینو رسنیو له لورې داسې مطالب خپاره شوي چې ګواکې اسلامي امارت د دوه‌تابعیته بهر میشتو افغانانو لپاره خپل هیواد ته د راتګ پر مهال د افغانستان ویزه لازمې ګرځولې، چې په حقیقت کي دا ډول کوم تصمیم نه دی نیول شوی.د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي، هغه افغانان چي غواړي افغانستان ته پر بهرني پاسپورت سفر وکړي، د معمول په څېر د خپل افغاني هویت په ښکاره کولو سره د افغانستان ویزې اخیستلو ته اړتیا نه لري او کولای شي له ویزې پرته افغانستان ته سفر وکړي.