په سیمه کې وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو په بېسارې توګه پاروونې رامنځ ته کړې چې له اوږدمهاله منفي اغېزو څخه به یې ټوله سیمه متأثره شي. هغه بريد چې پر ایران د اسراییلو او امریکا له لوري پیل شو او د ایران له خوا د خلیجي هیوادونو په نښه کولو سره وغځېده، د افغانستان اسلامی امارت يې له امله ژوره خواشیني څرګندوي.
د منل شوو اصولو له مخې د هېوادونو د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حریم نقض او د بېګناه ملکیانو وژل د غندلو وړ اقدامات دي. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ټولو اړخونو غواړي چې یو د بل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي او د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي په موخه په سملاسي ډول پوځي اقدامات ودروي او ستونزې دې له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.عبدالقهار بلخي د بهرنیوچارو وزارت ویاند