په دې خبرو کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د پاکستان له خوا د افغانستان پر خلاف د تجاوز پر دوام او د منځني ختیځ پر وضعیت د نظر تبادله وشوه. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د سیمې له وروستي وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې پر افغانستان د پاکستان د تجاوز تر څنګ، پر ایران د امریکا او اسراییلو له تجاوز سره، خلیجي هېوادونو ته د جګړې د لمن پراختیا د غندنې وړ ده او باید ودرول شي.
مولوي امير خان متقي ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د دولتونو د ملي حاکمیت، ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی مهم اصل بولي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر ځای د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لاره غوره ګڼي.
د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزير وويل، چې سيمه له سخت پړاوه تېرېږي او زياته يې کړه چې د قطر پر لور د ايران له خوا د باليسټيک توغنديو او ډرونونو بريدونه شوي چې تر ډېره یې مخنیوی شوی.
ښاغلي عبدالعزیز الخليفي وويل، چې قطر د سولې کور دی او تل يې په نړۍ کې د شخړو سولهييز حل باندې ټينګار کړی دی. دواړو لوريو په پای کې د ډيپلوماسۍ د مسير پر انتخاب او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل او د دواړو لوریو ترمنځ د دورته تماسونو او د نظر د تبادلې پر دوام ټينګار وکړ.