په دې تماس کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه بحث وکړ.
محترم مولوي امیر خان متقي د پاکستان له لوري د افغانستان د حاکمیت پر وړاندې د وروستیو تېریو په اړه د افغانستان موقف شریک کړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره دیپلوماتیکو لارو ته لومړیتوب ورکوي، خو د خپل ولس او خاورې د دفاع حق خوندي ګڼي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سیمې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې ستونزې باید د سیاسي ډیالوګ له لارې حل شي. نوموړي زیاته کړه چي روسیه چمتو ده چې د کړکېچ د حل په برخه کې مرسته وکړي. په پای کي دواړو لوریو د دورته تماسونو او د نظر د تبادلې پر دوام ټينګار وکړ.