۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

‏نن د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره بهر مېشتو افغان متخصیصینو، تجارانو او د اسلامي دعوتي ټولنو یوشمیر مېرمنو غړو وکتل.

په دې غونډه کې د هیواد په سیاسي او اقتصادي وضعیت، تعلیمي بهیر، د بهر مېشتو افغان کادرونو له وړتیاوو څخه د لازمې استفادې، له نوي حکومت سره د ‏راغلو مثبتو تحولاتو پر اهمیت او حفاظت خبرې وشوې.
د غونډې برخوالو د نوي اسلامي حکومت د راتګ مبارکي وویله او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د اسلامي دعوتي ټولنو غړو مېرمنو د نوي اسلامي حکومت تګلاره او کړنلاره دافغان مېرمنو د حق برپایه کول وبلل او د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې ورکول ‏شوې قربانۍ نه هېرېدونکې وبللې، او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي دعوت له لارې به د ټولنې د اصلاح لپاره هلې ځلې کوي.
متقي صاحب د غونډې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې له نوي اسلامي حکومت سره د زړه له تله خواږي لري او زیاته یې کړه چې نوی حکومت په دې هڅه کې دی چې څرنګه وکولای شي هیواد ‏هر اړخیز خود کفاء او له محتاجیو وژغورل شي، د سیمي د اقتصاد او اتصال په مرکز بدل شي.
دغه راز متقي صاحب وویل؛ نوی حکومت کوشش کوي چي د بهر میشتو افغانانو له وړتیاوو د هیواد د لا پرمختګ لپاره استفاده وکړي.