مولوي امیر خان متقي چې دمګړۍ د سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې د ګډون په موخه چین کې دی، په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان له نوي حکومت څخه د روسیې له ملاتړ مننه وکړه. ښاغلي متقي خوښي څرګنده کړه چې په مسکو کې د افغان سفارت لپاره نوی دیپلومات منلی او هیله یې وکړه چې په مسکو کې افغان سفارت بشپړ فعال شي.
متقي صاحب همداراز تېره اوونۍ کابل ته د روسیې د پلاوي راتګ ښه ګام وګاڼه او دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکه نښه وبلله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې فعاله رول ولوبوي او افغان حکومت سره هکاريو ته دوام ورکړي تر څو د رسمیت پېژندنې موضوع ژر حل شي.ښاغلي لاوروف وویل، افغانانو سره بشري مرستې اوس موږ ته لومړیتوب لري او همداراز يې وویل، مسکو ته نوی افغان دیپلومات راغلی او دوی به هڅه وکړي چې د افغان سفارت د فعالېدو زمینه برابره شي.