‏نن د بهرنيو چارو وزارت د دوهم سياسي رياست مشر محترم فيضان الله ناصري د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت له مسولينو سره په بهرنیو چارو وزارت کي ولیدل.

او په ايران کي يې د افغان مهاجرينو سره د ياد هيواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو د ناسم چلند اړوند خبري وکړې.‏د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د افغانستان د حکومت او ولس اندیښني او احساسات ورسره شريک کړل تر څو يې خپلو لوړ پوړو مقاماتو ته ورسوي.
په غونډه کې دواړو لورو د داسې کړنو پر مخنیوي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو او ملتونو د خوا بدۍ لامل کېږي.