د افغانستان اسلامي امارت د متحده عربي اماراتو حکومت او ولس ته د ښاغلي الشيخ محمد بن زايد آل نهيان د دولت د رئيس په توګه د ټاکنې په مناسبت مبارکي وايي.

او د الله تعالی څخه ورته په خپله سپارل شوې دنده کښې توفيق او بريا غواړي، او هيله کوي چي د نوموړي تر قيادت لاندي متحده عربي امارات لا هم د امن، سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن شي. متحده عربي امارات تل د افغان ولس تر څنګ درېدلی او په سختو حالاتو کي يې د مرستې لاس ورغځولی دی، د افغانستان اسلامي امارت د تل په څير د ورور هيواد سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.