د چین ولسي جمهوریت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې د سیمې پر امنیت، ثبات او ښېرازۍ اغېز لري.

د ا. ا. ا. له ټولو هېوادونو څخه غواړي چې له داسې پرېکړو څخه ډډه وکړي چې د دولتونو د ملي حاکمیت سرغړونه بلل کېږي او پاروونکو اقداماتو ته زمینه برابروي. د ا. ا. د واحد چین پر اصولي سیاست ټینګار کوي او له مناسبو لارو د چین او امریکا د اختلافاتو حل غواړي ترڅو د سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او پراختیا لپاره په ګډه کار وکړي.