د دوحې تړون کې منل شوې چې د اسلامي امارت له مشرانو به هر ډول بندیزونه لیري کیږي، هغه تړون باید په بشپړه توګه عملي شي. په سفرونو بندیز که بيا تمدید شي نو د سیاسي دیالوګ او تعامل پر ځای به واټن را مینځ ته کړي چې بايد مخنيوی يې وشي. د امنیت شورا غړي هېوادونه باید درک کړي چې په لوېديځ کې ځیني متعصبې کړۍ په لوی لاس د افغانستان او نړۍ ترمنځ فاصله ايجادوي او افغانان هڅوي چې په وړاندې یې سخت دریځ ونیسي چې دا به د هیچا په ګټه نه وي. هغه افغانستان چي امریکا، ناټو او پنځوسو نورو هیوادونو له ټول توان او قوت سره امن او ثبات پکي رامنځ ته نه کړای شو، نننی امنیت او ثبات یې د ټولې نړۍ په ګټه ده.