د بهرنیو چارو وزارت په ستوري مانۍ کې د تقاعد شویو کارمندانو لپاره ستاینغونډه جوړه شوه.

نن د بهرنیو چارو وزارت په ستورې ماڼۍ کې د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي او اداري معین مولوي رحمت الحق فضیل په ګډون چې د ګڼو ریاستونو ریسان او معاوینین هم حاضر و د یاد وزارت د یو شمېر تقاعد شویو کارمندانو د ستاینې او رخصتۍ په پار ناسته ترسره شوه چې پکې د متقاعدو کارمندانو کاري موده او ترسره کړي فعالیتونه وستایل شول.
محترم متقي صاحب د وینا په یوه برخه کې له متقاعدو کارمندانو مننه وکړه چي خپل مسلک ته وفادار پاته شول او په ډلو ټپلو پسي نه ولاړل او هغوی ته یې توصیه وکړه چې کومې تجربې چې دوی د خپل اوږده ماموریت او له ګڼو حکومتونو سره د کار په مهال ترلاسه کړې دي د هیواد د هر اړخیزې ګټې لپاره وکاروي.
همدارنګه متقاعدینو هر یوه په وارسره خبري وکړي او د وزارت له لوري ددوی قدرونه یې بي مثاله وبلله
د بهرنیو چارو وزارت ادارې معین محترم فضیل صاحب متقاعدو کارمندانو ته د لازمو توصیو تر څنګ د ښه ژوند او په چارو کې د بریالیتوب دعاء وکړه.