د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، هېوادوالو ته د قونسلي خدمتونو د اسانتیا په موخه، په پام کې لري چې د ولایتونو تر مرکزونو وروسته داځل د هېواد په کچه په لاندې لسو ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه پیل کړي
.۱. سروبي – کابل۲
. قره باغ – کابل۳
. سپین بولدک – کندهار۴
. شینډنډ – هرات۵
. کلدار (حیرتان) – بلخ۶
. مومندره (تورخم) – ننګرهار۷
. ګرشک – هلمند۸
. امام صاحب – کندز۹
. جاغوري – غزني۱۰
. څمکنۍ – پکتیاله همدې امله، محترم هېوادوال کولای شي چې له (۱۴۰۵/۰۵/۰۱ هـ ش) نېټې خپل سندونه په یادو ولسوالیو کې د افغان پوسټ امارتي شرکت د څانګو له لارې د بهرنیو چارو وزارت یا هم په اړوندو ولایتونو کې د ياد وزارت ولایتي څانګو ته د تصدیق په موخه ولېږي او له تصدیق وروسته یې بېرته له هم هغې پوسټ خونې ترلاسه کړي.يادونه د نورو معلوماتو لپاره له ۱۹۹ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.