پښتو

د سلایدر خبر مطبوعاتي اعلاميې

‏د ا.ا.ا. هغه افواهات ردوي چې ګواکې په نژدې راتلونکې کې به د ا. ا. ا. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا برادر اخند په مشرۍ د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جیک سیلوان او د سي. ايې. اې. مرستیال ډیویډ کوهن سره په دوحه کې پر ځینو موضوعاتو لیده کاته ولري.‏د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت دغه راپورونه افواهات بولي

د سلایدر خبر مطبوعاتي اعلاميې

د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې برتین ښار د ډبرو سکرو په یوه کان کې د رامنځ ته شوې چاودنې له امله، چې په کې تر څلوېښتو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه ټپیان دي، د ترکیې حکومت، ولس او د پېښې قربانیانو سره خپله ژوره خواشیني او غم شریکي ښيي.

خبر د سلایدر خبر

د بهرنیو چارو وزارت د سیمه¬ییزو همکاریو ریاست په هڅو د سیمه¬ییزو سازمانونو او پلتفورمونو (سارک، ایکو، شانګهای، د آسیا زړه-استانبول پروسه، د آسیا همکاریو ډیالوګ، کولمبو پلان، کاریک، سیکا، سپېکا، او سردپ) په اډانه کې د غړیو هېوادونو تر¬منځ د باور فضا رامنځته کولو
او یادو میکانیزمونو سره د اړیکو بیا پیل په موخه د اړوند ملي اداراتو سره د همغږۍ ناسته تردې عنوان لاندې (افغانستان د سیمه¬ییز پیوستون څلور لاره؛ د فرصتونو ایجاد، پر ننګونو برلاسې او د سیمې د ټېکاو او هوساینې پر لور ګام) ترسره شوه