په ياده کتنه کې ښاغلي نيکلاسن په ورستيو کې په کابل کې په کاج ښوونيز مرکز ترسره شوی بريد وغانده او دا بريد يې د افغانانو پر ضد بريد وباله. نوموړي وويل: اروپايي اتحاديه,امريکا او شريکان يې اوس دې پايلې ته رسيدلي چې په افغانستان کې يواځې بشري مرستې اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای, پکارده چې انکشافي کارونه ترسره شي. د اروپایې ټولني پلاوي په افغانستان باندي بندیزونو ته په اشاري سره زیاته کړه چي افغانان بايد ډله ييز مجازات نشي, چې دا چاره د سولې ټینګښت او د نا امنۍ ضد مبارزې او لاسته راوړونو ته زيان رسوي. متقي صاحب وويل: دا چې اوس په افغانستان کې داعش او نورې ورته ډلې سختي ځپل شوي د مقاومت او تعرضي حملو توان يې له منځه تللی, اوس په بې دفاع ولس بريدونه کوي. نوموړي شته فرستونو او شرایطو ته په کتو سره وويل: بايد حقايق درک شي او د حقايقو په رڼا کې تعامل ته دوام ورکول شي. ده همدا راز وويل: مونږ ډېرې ښې لاسته راوړنې لرو, چې غرب ورته په مثبت نظر نه ګوري او بايد له پامه ونه غورځول شي او مونږ بايد یو له بل سره د مثبت تعامل او پرمختګونو لپاره روښانه تګلاره ولرو.