په پيل کې د بهرنيو چارو وزير آغلې روزا اوتونبایوا ته په افغانستان کې د کار د پیل له امله مبارکي وویله، د همکاري ډاډ یې ورکړ او زیاته یې کړه چې له خپلې اوږدې تجربې څخه په افغانستان کې د کار پرمهال ګټه پورته کړي. د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې اوس د دې وخت دی چې نړۍ او افغانستان یو بل سره نژدې شي او یو د بل شرایط، لومړیتوبونه او غوښتنې درک کړي او یوناما دا کار ښه کولای شي. آغلې اوتونبایوا د خپلو خبرو په پيل کې مننه وکړه، چې د افغانستان حکومت ورته د ښه کار شرایط برابر کړي دي. د یوناما مشرې وویل، یوناما ستاسې او د نړۍ ترمنځ د پله کار کوي او موږ به خپله نهايي هڅه وکړو چې ستاسې پیغام نړۍ ته ورسوو چې افغانستان څنګه بیاورغوو. آغلې اوتونبایوا د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ښارونو کې د افغان حکومت له خوا د بیارغونې د ځینو پروژو د پیل ستاینه وکړه. د یوناما مشرې همداراز وویل، چې یوناما به خپله ټوله هڅه وکړي چې افغان فنډ بیا ژوندی کړي تر څو د باور وړ بانک پیدا کړي. د یوناما مشرې همدارنګه د ډاډمن امنیت څخه خوښي څرګنده کړه. آغلې اوتونبایوا زیاته کړه، چې داسې حساس مسایل هم شته چې په کار ده دواړه لوري پرې په ګډه کار وکړو. آغلې روزا اوتونبایوا وویل، چې افغانستان کې ډېر کارونه روان دي او د دې هېواد انځور یوازې تور او سپین نه دی. دا چې زرګونه زده کوونکي له ښوونځیو تر لوړو زده کړو په زده کړو بوخت دي، آغلې اوتونبایوا په ښوونیز ډګر کې د افغان حکومت هڅې وستایلې. د بهرنیو چارو وزیر د یوناما د مشرې له نظرونو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې یوناما د خپل مسؤولیت په چوکاټ کې د افغانستان حقایق نړۍ ته ورسوي او دا به ډېره ګټه وکړي؛ ځکه چې ځینو رسنیو د افغانستان منفي انځور نړۍ ته وړاندې کړی. متقي صاحب ښوونیز بهیر ته په اشاره وویل چې دمګړۍ لکونه هلکان او نجونې په خوندي چاپیریال کې په زده کړو بوخت دي. همداراز د مخدره موادو کښت او قاچاق بله هغه برخه ده چې افغان حکومت توانېدلی پر وړاندې يې په لنډ وخت کې ګټور ګامونه پورته کړي. متقي صاحب وویل، چې په ګڼو ولایتونو کې زموږ امنیتي ځواکونو ته یونیفورم وېشل کېږي چې د امنیت په برخه کې به ډېره مرسته وکړي. په پای کې د بهرنیو چارو وزیر د یوناما نوې مشرې ته ډاډ ورکړ چې ټولې ستونزې به اوارې شي او په راتلونکي کې يې د ښو پرمختګونو هیله څرګنده کړه.