۱۷ رَمَضَان ۱۴۴۵

د ا.ا.ا بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د ترکمنستان له بهرنيو چارو وزير ښاغلی رشيد مرادوف او مل هيئت سره وکتل.

په ناسته کې ښاغلي مرادوف وويل چې ترکمنستان له افغانستان سره هراړخيز اړيکې پياوړي کولو او دوامداره همکاريو ته چمتو دي، او زياته يې کړه چې دوئ د سرحداتو بشپړ امنيت او تجارتي چارو څخه خوښ دي. محترم متقي صاحب د پروژو تطبيق لپاره امادګي وښودله او غوښتنه يې وکړه چې ترکمنستان بايد د تجارت پراختيا په برخه کې چټک ګامونه واخلي او افغان تجارانو لپاره په ويزه او نورو برخو کې لازم اسانتياوې رامينځته کړي.دواړه لوري موافقي ته ورسيدل چي سکتوري وزارتونه به د دواړو هيوادو د بهرنيو چارو د وزارتو په تسهيل او تنسيق له يو بل سره مستقيمي تخنيکي ناستي ترسره کوي، د برق، ګاز او تيلو تجارت بايد پراخ شي ترڅو نرخونه کنترول شي او هم ټاپي او نورې پروژې بايد ژرترژره پيل شي.