د خبرو محوري موضوعات ټاپي، ټاپ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري او دوه اړخیزه همکاري وه.د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د ټاپې پروژې د عملې چارو د پیلولو تر څنګ د اورګاډي پټلۍ او نورو پروژو چې له افغانستان
څخه تیريږي ورته تیاری لري.
متقي صاحب په عشق اباد کې د افغانستان سفارت کې د نویو دیپلوماتانو د منلو له امله مننه وکړه او ترکمنستان دوروستیو بشري مرستو هرکلی یې وکړ. متقي صاحب زیاته کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به د ټاپي او نورو سترو پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانچارۍ لپاره ټولې هڅې په لار واچوي.
د کانونو وزیر شیخ دلاور صاحب ټاپي پروژه حیاتي وبلله او د ځمکې د استملاک په ګډون د پاتې مسایلود حل کولو اړوند یې روانې هڅې جدي وبللې.
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف وويل، اوس هغه وخت راغلی چې د افغانستان ګاونډي او د سیمي هیوادونه د اقتصادي پروژو او دوه اړخیز تجارت ته په وده ورکولو کې سره پوره همکار پاتي شي او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت تر نویو تحولاتو وړاندې هم د ټاپي پروژې ملاتړ او د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.