حاجي راز محمد د ننګرهار کامې ولسوالۍ اوسېدونکی چې څه موده وړاندې د حج د فریضې د اداء کولو په موخه په بایسکل له افغانستان څخه روان شوی او په عراق کې د حکومت له لوري زنداني او په اوږده حبس محکوم شوی وو، تازه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په هڅو له زندانه را خلاص، په دولتي مصارفو هیواد ته راستون او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

په داسې حال کې چې بهرنيو چارو وزارت د خپلو هيوادوالو د قانوني ستونزو د هواري په موخه هلو ځلو ته ژمن دی،بیا هم په ټولو هیوادوالو غږ کوي چې بهرنیو هیوادونو ته له غیر قانوني، نا مروجو او په ناسالمو لارو تګ څخه ډډه وکړي