نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلاول بوټو زرداري د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو له وزیر ښاغلي مولوي امير خان متقي سره په يوه ځانګړې ټيليفوني مکالمه کې د بهرنيو چارو وزارت په مخکي پرغزیدلي سرک تېره ورځ ترسره شوی وحشیانه بريد پر کلکو ټکو وغانده او د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب یې وړاندې کړل، دغه راز یې د يادې پېښي قربانيانو ته دعا وکړه.

محترم مقتي صاحب له بلاول بوټو څخه د غمشریکۍ او خواخوږۍ له څرګندولو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دښمنان غواړي چی امنیت اخلال کړي خو زموږ حکومت او ملت به یې په کلکه مخه نیسي.