د روان لمریز کال د مرغومې په ۲۱مه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د دین، انسانیت او بشریت دښمنانو په یوه تروریستي برید کې چې د یاد وزارت یو شمېر غښتلي او مسلکي کدرونه اوعام هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

په مسکو کې د ا.ا.ا. لوی سفارت د دې خونړۍ پېښې په مناسبت د شهیدانو اروحو ته ددعا او د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم ترسره کړل.
په مراسمو کې د شهیدانو ارواحو ته ددعا په پار مسکوکې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي جمال ناصر غروال، د سفارت مستشار ښاغلي حافظ عبدالله یاسر، د سفارت قونسل ښاغلي حمیدالله غني او د سفارت همکارانو په شتون په مسکو کې د مېشتو افغانانو د اتحادیو مشرانو، علماوو، مخورو او په روسیه کې د افغاني ټولنې یو شمېر علمي شخصیتونو برخه اخیستې وه.
سه شنبه، د لمریز کال د مرغومې ۲۷مه، چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنوري له ۱۷ مې نېټې سره سمون خوري