نن، د روان ١٤٠٢ ه ش کال د جوزا ٢٤ نېټه، د ا.ا.ا. او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د شوي توافق لمخې د بندیانو د انتقال په لړ کې ١٨٠ تنه په بند محکوم شوي افغان بندیان د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چار واکو په حضور کي اسلامي امارت ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د ایران هیواد له بیلابیلو زندانونو څخه ١١٣١ تنه افغانان خپل هیواد ته رانتقال شوي دي.