۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ ریاست د هلو ځلو په پایله کې د دوست هیواد ترکیې په همکارۍ په استمبول ښار کې دهيواد د جنرال کونسلګري له لوري ترکیه مېشتو نویو زېږېدلو افغان ماشومانو لپاره د پاسپورتونو دچاپ او توزېع لړي پیل شوه.

یاده دي وي چې د نویو پاسپورټونو د ورکړې لړۍ اوس مهال یوازې د هغو افغان ماشومانو لپاره مختص ده چې په یاد هیواد کې پیدا شوي وي.
د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي تر څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې قونسلي خدماتو ته د هیوادوالو او نړیوالو قانوني لاسرسي ممکن او آسانتياوي رامنځته کړي.