‏د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د اغاخان بنسټ نوي رئیس ښاغلي نجم الدین نجم او مل پلاوي وکتل.

په ناسته کې ښاغلي نجم د بهرنیو چارو وزیر ته د نوي مأموریت د پیل په تړاو معلومات ورکړل او په صحي، تعلیمي، زراعتي او فرهنګي برخو کي د فعالیتونو راپور یې ورسره شریک کړ. دغه راز ښاغلي نجم په افغانستان کې د انکشافي اقتصاد برخه کې د پروژو، بیړنیو پيښو ته د لاسرسي او تر ۱۴۰ پوري فرهنګي میراثونو- تاریخي ابداتو د رغولو او ساتنې د کاري جریان په اړه یادونې ترسره کړې.
محترم متقي صاحب د اغاخان بنسټ نوي رئیس ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، د اغاخان بنسټ خدمات چې په هیواد کې یې ترسره کړي دي د ستایلو دي، د بهرنیو چارو وزیر له ښاغلي نجم څخه وغوښتل چې د تاریخي ابداتو د رغولو، حفظ او مراقبت په برخه کې چې د تاریخ ساتلو تر څنګ په ښاري ښکلا کې هم مهم رول لري لازیاته پاملرنه ولري. ناستي په پای کې د اغاخان بنسټ نوي رئیس له ا.ا.ا. څخه د همکارۍ له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې افغان حکومت د نوموړي د مأموریت په مهال هم د تېر په څېر همکاري ترسره کړي، تر څو یاد بنسټ د افغانانو د ښه خدمت لپاره جوګه واوسي