۱۸ شَوَّال ۱۴۴۵

‏د ١٤٠٢ هجري شمسي کال د اسد ٢ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ٣٦ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته روان شول.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه تر ٢٤٧٢ تنو پوري افغان بندیان د اسلامي امارت په هڅو ازاد شوي او خپل هیواد ته را ستانه شوي دي.