۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

خبرتیا:په متحده عربي اماراتو کې د ا.ا.ا د سفارت له لوري د پاسپورټونو د وېش د پروسه پیل شوه.

د ا.ا امارت د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) د ۶۸۳ ګڼې ۲۸/۱۰/۱۴۴۴ نیټې د فرمان په اساس ، چې ټول وزارتونه او امارتي ادارې یې مکلفي کړي دي چې د مراجعینو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.
د یاد فرمان پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مقام د هدایت سره سم په متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ کي د پاسپورټ د ویش لړۍ د هیوادوالو د اړتیاوو د حل په موخه پیل شوه.
له ننۍ نیټې وروسته په متحده عربي اماراتو کې میشت هیوادوال کولای شي چې به ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت کونسلۍ برخې ته د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره مراجه وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ژمن دی او هڅې کوې چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګرانو هیوادوالو د پاسپورټونو او نورو د اړتیا وړ قانوني اسنادو تر څنګ قونسلي خدمات په ښه شکل وړاندي کړي انشاالله تعالی.