په دې کتنې کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د جبري اېستنې، له راستنېدونکو سره د ا.ا.ا.، ملګرو ملتونو او نورو خيريه ادارو د مرستو پر څرنګوالي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزوونکي د وروستي راپور او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
د بهرنيو چارو وزير وويل چې په افغانستان کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې، نو غوره به وي چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه د امنيت، اقتصاد، حکومتولۍ، له مخدره موادو سره مبارزې او نورو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د هڅونې او ملاتړ، او د اقتصادي بنديزونو، د افغانستان بانک کنګل شويو شتمنيو، او د افغانستان پر خپلو پښو درېدلو په څېر حادو مسائلو پر حل تمرکز وکړي.
محترم متقي صاحب زياته کړه چې افغانستان د هر ډول بين الدولي قضاياوو د بحث له پاره يوازېنی مشروع او باصلاحيته ادرس لري، نو ځکه د نړۍ هيوادونو او سازمانونو ته په کار دي چې د خپلو منل شويو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره تعامل وکړي او د موازي او اضافي ميکانيزمونو د ايجاد پر ځای په افغانستان کې خپل موجوده ميکانيزمونه تقويه کړي.
د يوناما مشرې د هرات زلزلې او د راستنېدنې بهير پر وړاندې د اسلامي امارت د رغنده غبرګون ستاينه وکړه او د ملګرو ملتونو ادارو ونډې ته په اشاره يې زياته کړه چې دوی به هڅه وکړي چې له مخدره موادو سره د مبارزې، د بزګرانو او راستنېدونکو د ملاتړ، او کارموندنې په څېر نورو مواردو کي هم خپل نقش ولوبوي او د بشري مرستو تر څنګ د کوچنيو پورونو فُرصتونه هم رامينځ ته کړي.