په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د اولسونو تر منځ په تګ راتګ او پر سیمهییزو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې هند ته یې د سفر بلنه ورکړه او دا سفر یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په مسیر کې یو مهم او تاریخي تحول وباله. نوموړي هند د سیمې یو مهم هیواد وباله او ویې ویل: د افغانستان او هند تر منځ نه یوازې دا چې ديپلوماتیکې اړیکې شته، بلکې دواړه هیوادونه یو له بل سره تاریخي، تمدني او ولسي پيوستون لري چې له پېړیو راهیسي دوام لري.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر د نشهیي توکو پر ضد مبارزې، سیمهییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخو کې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر وویل: چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته شوي دي، هندي پانګوال کولای شي چې په کرنه، روغتیا، کانونو، برېښنا، ترانسپورت او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې په هند کې د افغان بندیانو ستونزو ته رسیدګي وشي تر څو خپل هیواد ته ستانه شي او همدا ډول د واګه بندر د خلاصیدو او د ویزو په برخه کې اسانتیاوې راشي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جې شنکر د امنیت د ټینګښت، د نشهیي توکو د قاچاقو د مخنیوي او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به تعامل ته دوام ورکوي.
نوموړي همدا راز په کابل کې د هند د سفارت د کچې له تخنیکي ماموریت څخه دیپلوماتیکې کچې ته د لوړولو اعلان وکړ او هم یې په دهلي کې د اسلامي امارت د دیپلوماتانو د منلو هوکړه وکړه.
همدا ډول د هند بهرنیو چارو وزیر په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د وروستیو زلزلو په اړه یو ځل بیا خواخوږي څرګنده کړه او له افغان ولس سره د هند د بشري مرستو په دوام یې ټینګار وکړ.
نوموړي د افغان بندیانو د ستونزو د حل او د ویزو د مشکلاتو د حل په اړه خپله ژمنتیا وشوده.
دواړو لوریو د هوايي دهلیز د پیل هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې دې ته به نوره پراختیا هم ورکړي.
لوریو د تجارت په برخه کي د کډي کمیټې په جوړولو هوکړه وکړه.
همدارنګه موافقه وشوه چې هند به د پراختیايي پروژو په ځانګړي توګه د روغتیا، بریښنا، زیربناوو او مرستو زیاتولو په برخه کې خپله ښکېلتیا نوره هم ژوره کړي.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو په سیمه کې د سولې او ثبات او د متقابل باور د ودې پر اهمیت ټینګار وکړ.