د دغې لیدنې پر مهال د بهرنيو چارو وزیر د دارالعلوم له مشرتابه، استادانو او طالب العلمانو سره وکتل، د هغوی د دیني، تعلیمي او دعوتي فعالیتونو ستاینه یې وکړه، او د دواړو خواوو د علمي اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، دارالعلوم دیوبند د اسلامي نړۍ یو له هغو بنسټونو څخه دی چې د علم، تقوا او اصلاح په ډګر کې یې مهم رول لوبولی، او د افغانستان دیني عالمان له دې مکتب سره ژور تاریخي، فکري او عاطفي تړاو لري.
د دارالعلوم مسؤلینو هم د افغانستان له اسلامي امارت سره د ورورۍ، علمي اړیکو او د دواړو ملتونو د دیني وحدت یادونه وکړه د دغو اړیکو د تداوم هیله یې څرګنده کړه. دغه راز یې دغه لیدنه د افغانستان او هند ترمنځ د متقابل تفاهم او د دیني – فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې یو مهم ګام یاد کړ.
همدا ډول د دارالعلوم دیوبند له لورې د بهرنیو چارو وزیر ته احادیثو اعزازي سند او دستار فضیلت پرسرکړای شو.
په پای کې دواړو لوریو په علمي تبادلې او تګ راتګ ټینګار وکړ.