د بهرنيو چارو وزير له خپل روسيي سیال سره وکتل

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون له خوا د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په مسیر کې یو مهم او تاریخي تحول وباله. نوموړي څرګنده کړه چې د رسمیت اعلان نه یواځې د سیاسي او اقتصادي همکاریو نوې دروازې پرانیستې، بلکې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د فعال رول په لور یو مهم ګام هم بلل کېږي.

همداراز، ښاغلي وزیر د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې، سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخو کې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لاوروف وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې بې‌سارې فرصتونه رامنځته کړي دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د مثبتو پایلو شاهدان اوسو.

ښاغلي لاوروف همداراز د نشه‌یي توکو د قاچاقو د مخنیوي، د امنیت د ټینګښت او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ باید د مسکو فارمټ په څېر سیمه‌ییزو میکانیزمونو څخه هم اغېزمنه استفاده وشي.
نوموړي د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او خپلواک دریځ ستاینه وکړه او د سیمي په ګټه یې وباله.