نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد وکتل. په دې غیررسمي ناسته کې د افغانستان او متحده ایالتونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هر اړخیز بحثونه وشول.