۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت قونسلي چارو ریاست کې د قونسلي خدمتونو د مراجعینو لپاره د استقبال صالون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

افغان ولس او بهرنيو اتباعو ته د معياري قونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره، نن چهار شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۰۶ د قونسلي چارو ریاست د پذيرش صالون چې د آغا خان پراختيايي شبکې په مالي ملاتړ ورغول شو، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په یاده پرانیست غونډه کې؛ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین او په افغانستان کې د آغا خان انکشافي شبکې اجرائیه رئیس تر څنګ د وزارت رئیسانو، معاونینو او کارمندانو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم مولوي رحمت الحق فضیل د ياد صالون رغونې په برخه کې د ټولو دخيلو لوريو څخه مننه وکړه او ټينګار يي وکړ چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي، چې خپلو خلکو ته په کور دننه او بهر د قونسلي خدماتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې او په چارو کې لا وسعت اودچټکتيا ډاډمنه کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ دا مهال په زیاتو هېوادونو کې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پروسه پیل شوي او ډېر ژر به د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په همکاري بهر مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو لړۍ هم پیل شي. ښاغلي معين صاحب همدا راز د بهرنيو چارو وزارت رئيسانو او مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې بايد خپلو مسؤليتونو ته لازمه توجه وکړي او خپلې هڅې لا هم ګړندۍ کړي تر څو د خپل هېواد او خلکو د پرمختګ او هوساينې لامل وګرځي.