۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

نن د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل

په دې ناسته کې د اسلامي امارت پر وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو، د خپلواکې ارزونې وړاندیزونو او راتلونکې دوحې ناستې هراړخیزې خبرې اترې وشوې. په سر کې د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» د ناستې او په بیجینګ کې د افغانستان د سفیر د باورلیک منلو په تړاو معلومات وړاندې کړل او دا یې په ډیپلوماتیک ډګر کې د امارت لپاره هیله‌بښونکي پرمختګونه وګڼل. سازیان همداراز متقي صاحب یو ځل بیا تکرار کړه، چې امارت ملګرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري او د ښاغلي سینیرلي اوغلو شخصي هڅې یې وستایلي او د دوحې د ناستې د بریا هیله یې څرګنده کړه. د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک په تړاو د امارت دریځ تکرار کړ. متقي صاحب د ښاغلي سینیرلي اوغلو په خپلواکې ارزونه کې د مثبتو ټکو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي. ښاغلي سینیرلي اوغلو په خپل وار وویل، چې په کابل کې يې د تېرې اوونۍ «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» ناسته له نژدې څارله او په کامیابۍ سره یې د ترسره کولو له امله د بهرنیو چارو وزارت ته مبارکي وویېله. د ملګرو ملتونو همغږي‌کوونکي د دوحې د ناستې په اړه د خپلو سفرونو او بحثونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د دوحې ناستې موخه افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی تر څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګونه وشي. ښاغلي سینیرلي اوغلو وویل، چې په خپله خپلواکه ارزونه کې يې غوښتنه کړې چې په کابل کې د نورو هېوادونو دیپلوماتیک حضور زیات شي، د افغانستان پر مرکزي بانک د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشي او همداراز افغانستان سره تخنیکي او پراختیايي مرستې هم پیل شي. ده هیله څرګنده کړه چې نړیوال بانک به په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه مثبته پرېکړه وکړي. ښاغلي سینیرلي اوغلو وویل، چې د دوحې راتلونکې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت ته بلنه ورکړل شوې ده او اوس د امارت د ګډون په اړه د ګډونوالو ترمنځ اجماع رامنځ ته شوې ده. ده هیله څرګنده کړه چې د دوحې په ناسته کې د امارت پلاوی په لوړه کچه ګډون وکړي. په پای کې د بهرنیو چارو وزیر د م.م. د همغږي‌کوونکي له معلوماتو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې امارت م.م. سره ګډ کار غواړي او په ټوله کې د دوحې ناسته یو ښه فرصت ګڼي. متقي صاحب زیاته کړه، چې د غونډې د جوړښت، اجندا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته به امارت د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.