۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د غزې پر رفح ښارگوټي د صهیونیستي یرغلګرو د وحشیانه بریدونو د پیلیدو په اړه د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

‏د فلسطین د غزې تړانګې پر شمال او جنوب له څلور میاشتنیو وحشیانه بریدونو وروسته تیره ورځ صهيونيستي یرغلګرو پر رفح ښارګوټي، چې شاوخوا يو نيم ميليون فلسطینیانو چې ډیری یې ماشومان او ښځې دي د بمباریو او جګړو له ویرې پناه اخیستې ده، وحشیانه بریدونه پیل کړل.پر رفح ښارگوټي د صهيونيستي رژیم بریدونو دوام به ‏بله لويه فاجعه رامنځ ته او روان ناورین لا پسې ژور کړي.اسلامي امارت د صهیونیستانو روان وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندي او د سملاسي دريدو غوښتنه يې کوي.د افغانستان اسلامي امارت پر نړیوالو او سیمه‌ییزو مؤثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو غږ کوي چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټولوژنې مخه ونیسي او د دې قضیې اساسي حل ته لار اواره کړي.په غزه کې د ټولوژنې دوام حاکم نړيوال نظم او مدعي ارزښتونه يې له جدي پوښتنو سره مخ کړي او دا د پېړۍ ټولوژنه به د نړیوالو سازمانونو او د بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار نور هم له منځه یوسي.‏د افغانستان اسلامي امارت ‏د بهرنیو چارو وزارت