۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ګوانتنامو کرغیړن زندان دوه تنه افغان زندانیان : ملا عبد الظاهر صابر چې په ۲۰۰۲/۵/۱۰م او حاجي عبد الکريم چې په ۲۰۰۲/۸/۱۴م نيول شوي وو، ګوانتنامو زندان ته انتقال او په ٢٠١٧ ميلادي کال کې له ياد زندان څخه د عمان سلطنت ته انتقال شوي وو،

هلته له ٧ کلونو تېرولو وروسته بالاخره د افغانستان اسلامي امارت په مسلسلو هڅو نن سهار خپل هېواد ته راستانه شول.د افعانستان اسلامي امارت له ورور هيواد عمان سلطنت نه چې د دغو دوه کسانو ښه کوربه توب او خدمت يې وکړ، مننه او قدر داني کوي.