بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد:
د منځني اسیا هېوادونو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري خونو محترمو مشرانو په شمول د اذربايجان جمهوریت او مل پلاویو،
گرانو میلمنو او گډونوالو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
سهار مو نېکمرغه
ډېر د ویاړ او خوښۍ ځای دی، چې نن د «افغانستان او اذربايجان جمهوریت په شمول د منځنۍ اسیا ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري خونو» لومړۍ ناسته «په سیمهییزو همکاریو کې د فکري خونو ستراتیژیک رول» تر عنوان لاندې په ښکلي کابل ښار کې ترسره کیږي.
تاسې ټولو ته د زړه له کومې ښه راغلاست وایم. هیله لرم دا ناسته چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په ابتکار او د ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان، تاجیکستان، قرغیزستان او اذربايجان جمهوریتونو د مطالعاتو مرکزونو او فکري خونو مشرانو او پلاوو په گډون ترسره شوې، وکړلای شي د سیمې تر منځ په علمي، څېړنیز او فکري گډو برخو کې د همکارۍ ډگرونه را په گوته او پیاوړي کړي او دولتي پرېکړه کوونکو ته عملي او رغنده طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړي.
درنو حاضرینو،
د نړیوالې جوړښت بدلونونو او ننگونو ته په پام، اوسنی نړیوال نظم د تاریخ په یو حساس پړاو کې دی؛ هغه پړاو چې له یوې خوا بېلابېل توهمات او متضاد روایتونه رامنځته شوي او له بلې خوا د ډلهییزې او څو اړخیزې همکارۍ هڅې لیدل کېږي. په دې منځ کې، الحمدلله د افغانستان او د اذربايجان په شمول د منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ اړیکې په عملگرایانه، فرصتمحوره او همکارۍمحوره روایت ولاړ له بل هر وخت ډېرې پیاوړې او پراخې شوې دي. مونږ نن نه یوازې د هېوادونو استازي، بلکې د یوې گډې جغرافیې د فکر خاوندانو او فکري مشرانو په توگه راټول شوي یوو؛ څو د سیمهییزو هېوادونو تر منځ اړیکې، په ځانگړي ډول د افغانستان اسلامي امارت او منځني اسیا هېوادونو تر منځ مناستونه له اوسني تعامل او همکارۍ څخه ژورې او دوامداره همغږۍ ته ورسوي.
بې له شکه، د لا اغېزمنو رغندو پرېکړو او د سیمې او زمونږ گډ راتلونکي لپاره د بومي روایتونو رامنځته کولو لپاره اړینه ده چې د مطالعاتو او فکري بنسټونو متخصصان او څېړونکي زمونږ د گډو همکاریو لپاره په بېلابېلو برخو کې عملي او د هر اړخیز لار نقشه جوړه کړي او دا کار د سیمې د فکري خونو او مطالعاتو مرکزونو تر منځ همکاري نه یوازې یو انتخاب، بلکې یو ناگزاره اړتیا جوړوي.
درنو متخصصینو،
مخکې پرتې ننگونې او فرصتونه د دې اړتیا لا روښانه کوي چې په سیمه کې د علمي او څېړنیزو بنسټونو ترمنځ همکاري او گډه څېړنه نوره هم پیاوړې شي. زه غواړم په لنډ ډول د دغو ننگونو څو بېلگې یادې کړم:
لومړی؛ د چاپېریال ساتنې ننگونې او اقلیمي بدلون: زمونږ سیمه له داسې بحرانونو سره مخ ده لکه اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا او نورې گډې چاپېریالي ستونزې. دا گواښونه سیاسي پولې نه پېژني، او څېړنیز مرکزونه باید د دقیقو معلوماتو او علمي تحلیلونو په تولید سره حکومتونو ته د دغو بحرانونو د مدیریت لپاره گډ حللارې وړاندې کړي؛
دوهم؛ امنیتي اندېښنې او سیمهییزې شخړې: په گډه سیمهییزه فضا کې روانې جگړې او شخړې د اقتصاد په ځنځیر، تگ راتگ او د خوړو او انرژۍ د امنیت په تأمینولو کې ژور بدلونونه راوستي دي. په داسې شرایطو کې، چې د مطالعاتي او څېړنیزو مرکزونو رول یوازې اکاډیمیک نه دی، بلکې کولای شي د فکري همکارانو او د سیمهییزې ډیپلوماسۍ د هڅوونکي په توگه د دغو شخړو د مدیریت او د سیمهییزې همغږۍ د پیاوړتیا لپاره علمي او عملي لارې چارې وړاندې کړي؛
درېیم؛ اقتصادي او ترانزیټي فرصتونه: افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د طبیعي نښلوونکي پله په توگه د سیمهییز نښلون لپاره ستر ظرفیت لري. اړتیا ده چې د کاسا-۱۰۰۰، تاپي، تاپ، د لاجوردو لار، د افغان–ترانس د اوسپنې پټلۍ پروژه او نورې گډې سیمهییز ترانزیټي لارې او پروژې د دقیقو اقتصادي مطالعاتو، راتلونکي لید او څېړنیزو ارزونو له لارې ملاتړ شي. څېړنیز مرکزونه باید د دې پروژو گډې گټې روښانه کړي څو د هېوادونو ترمنځ متقابل باور پیاوړی شي؛
څلورم؛ د بومي روایت جوړونې اړتیا: زموږ فرصتونه، ننگونې او گډ راتلونکی دې ته اړتیا لري چې بومي او داخلي روایت جوړونه وشي. نن له هر بل وخت څخه ډېره اړتیا ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا څېړونکي پخپله د سیمې د واقعیتونو، فرصتونو او ننگونو روایتگر وي. دا هدف یوازې د منسجمې څېړنیزې همکارۍ او د علمي پایلو د دوامدار تبادلې له لارې ترلاسه کېدای شي.
محترمو مېلمنو،
که څه هم د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو د لومړۍ ناستې بریالۍ ترسره کېدل چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۵مه نېټه په کابل ښار کې ترسره شوه، د سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم سیاسي چوکاټ برابر کړی دی؛ خو د یوه تخصصي او څېړنیز میکانیزم د رامنځته کېدو اړتیا هم احساسېږي، څو سیاسي ژمنې او توافقات په عملي او تطبیقي وړاندیزونو بدل کړي او د سیمهییزو همکاریو بهیر د مشورتي خبرو تر کچې محدود پاتې نه شي، بلکې دوام ومومي.
د نننۍ ناستې اساسي هدف دا دی چې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د راتلونکو سیمهییزو همکاریو د مهمو موضوعاتو په اړه د تحلیلي بحثونو، د تخصصي نظریاتو د تبادلې او د پالیسيمحوره حللارو د وړاندې کولو لپاره یو مناسب بستر رامنځته شي.
دا غونډه د لاندې اهدافو د تحقق په موخه ترسره کېږي:
- د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا د هېوادونو، په شمول د اذربایجان، ترمنځ د متقابل درک زیاتول او پیاوړتیا؛
- د افغانستان او منځنۍ اسیا د لومړۍ مشورتي ناستې له لارې د ترلاسه شوو ژمنو او توافقاتو د عملي کولو لپاره د څېړنیزو وړاندیزونو ارزونه او تدوین؛
- د سیمې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي بدلونونو او بهیرونو ژوره پېژندنه او آگاهي، او پر افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو یې د اغېزو ارزونه؛
- د سیمهییز اتصال، اقتصادي پراختیا، ترانزیت، سوداگرۍ، پانگونې، فرهنگي تبادلو او کلتوري ډیپلوماسۍ په برخو کې د نوو همکارۍ میکانیزمونو پېژندنه او څېړنه؛
- د دې علمي او فکري فورم له لارې د سیمې د هېوادونو د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکزونو، فکري ټانکونو او څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د علمي او څېړنیزې همکارۍ پیاوړتیا؛
او د بومي پوهې د تولید او د سیمهییزو فرصتونو، ننگونو او گډ راتلونکي په اړه د سیمهییز روایت د وړاندې کولو لپاره زمینه برابرول، د سیمې د هېوادونو پر علمي او فکري ظرفیتونو د اتکا له لارې.
محترمو متخصصینو او د نظر خاوندانو،
په پای کې غواړم ټینگار وکړم چې علمي او څېړنیزه همکاري د ولسونو او هېوادونو ترمنځ تر ټولو پایدار، کم لگښته او اغېزمن ډول د ډیپلوماسۍ ده. نړیوالې تجربې ښيي چې ډېری لوی سیاسي، اقتصادي او سیمهییز ابتکارات لومړی په علمي مجلسونو او فکري مرکزونو کې رامنځته شوي او وروسته د دولتونو په رسمي پالیسیو بدل شوي دي.
نن زموږ تاریخي مسوولیت دا دی چې د دوامدارو همکارۍ چوکاټونو په جوړولو، د منظم او نوبتي ناستو په ترسره کولو، د گډو څېړنیزو پروگرامونو په تعریف، د معلوماتو په تبادله، د گډو علمي آثارو په خپرولو او د څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو په پراخولو سره، د سیمې د لویو سیاسي او اقتصادي پرېکړو لپاره لازم فکري بنسټونه برابر کړو.
افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ژورو دیني، تمدني، جغرافیایي او گډ راتلونکي اړیکو، او همدارنگه د اقتصادي فرصتونو په گډون، باور لري چې د سیمې لپاره یو باثباته، هوسا او امن راتلونکی یوازې د همکارۍ، متقابل باور، سیمهییز اتصال او د گډو گټو د درک له لارې ترلاسه کېدای شي.
د افغانستان د څېړونکو او اندېښمنانو لاسونه د علمي همکارۍ لپاره د نورو هېوادونو، په ځانگړي ډول د منځنۍ اسیا د هېوادونو په شمول د اذربایجان جمهوریت، څېړونکو ته غځېدلي دي. هیله لرم چې دا غونډه په سیمه کې د څېړنیزو همکاریو د نوي پړاو پیل وگرځي او د علمي بحثونو د پیاوړتیا، د نظریاتو د تبادلې، د گډې پوهې د تولید او د نوو همکارۍ فرصتونو د پېژندلو لپاره روښانه افق رامنځته کړي.
ستاسو د ټولو د ارزښتناک حضور څخه مننه کوم او له الله تعالی څخه د دې غونډې د تنظیموونکو او گډونوالو لپاره د بریا او گټورو لاسته راوړنو دعا کوم.
والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته