د بهرنيو چارو وزير له خپل ترکمنستاني سيال سره ټيليفوني خبرې وکړې

دواړو وزیرانو په یاده مکالمه کې د افغانستان او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي اړیکو د بحث ترڅنګ د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې و ارزولې او په نږدې راتلونکي کې یې په بېلا بېلو برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.
همداراز، دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا په موخه د ناستو او مشورو په دوام هوکړه وکړه.