د بهرنيو چارو وزيرپه تهران کې د بنگلديش د پارلمان له ريس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امير خان متقي تهران کې د بنګلديش جمهوريت د پارلمان له رئيس ښاغلي حافظ‌الدين احمد سره وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا، په ځانګړې توګه د سوداګريزو اړيکو د ودې په اړه خبرې وشوېد هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ د دوې اړخيزې سوداګرۍ ظرفيتونه د پام وړ وبلل او ټينګار يې وکړ چې دغه فرصتونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره وکارول شي.

د بنګلديش د پارلمان رئيس د دواړو هېوادونو اړيکې پخوانۍ وبللې او د افغانستان اقتصادي بيارغونې سره يې د سوداګريزو اړيکو د غوړېدا د دواړو لوريو لپاره ښه فرصت وباله.