د بهرنيو چارو وزير سره د يوناما مرستيال وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، سره د يوناما ماموريت د نوي مرستیال او د بشري برخې همغږي کوونکي، ښاغلي برونو لمارکي، د معارفت ناسته ترسره کړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي لمارکي د بشري مرستو د څرنګوالي او ښه مدیریت کولو په اړه خپل نظر وړاندې کړ.د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بشري مرستو د اړتیا ترڅنګ د انکشافي او زېربنايي پروژو د پلي کېدو پر اهمیت ټنګار وکړ، او زیاته يې کړه چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره لازمې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ښاغلي برونو لمارکي د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د سپارل شویو دندو په ترسره کولو کې به خپلې ټولې هڅې وکړي. نوموړي د لازیات تعامل او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ.