د بهرنيو چارو وزير سره د روغتيا نړيوال سازمان د‌ دفتر مشرې وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، سره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د سيمه ييز دفتر مشرې، ډاکټر حنان بلخي، او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د ګېټس بنسټ رئیس، د سعودي پاچا سلمان د بشري بنسټ مسول، د يونسيف سيمه ييز دفتر رييس او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون درلود. ډاکټر حنان بلخي د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړ، پولیو یې یوه نړیواله اندېښنه وبلله او د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یې د پولیو ضد کمپاینونو په بریالي تطبیق کې د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روغتیايي همکاریو هرکلی وکړ او د پولیو ضد کمپاینونو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ. نوموړي د هېواد د عامې روغتیا د نظام د پیاوړتیا، د سرطان ناروغانو لپاره د تشخیص او درملنې د پرمختللو مرکزونو د جوړېدو، د روغتیايي مرکزونو د تجهیز او د طبي پرسونل د ظرفیت لوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو محترم په پای کې ټینګار وکړ چې روغتیا، سوداګري او بشري چارې باید له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتل شي، ترڅو نړیوالې مرستې او روغتیايي خدمتونه په عادلانه او اغېزمن ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي.