په کابل کې د سعودي عربستان سفارت قونسلي خدمتونه بېرته پیل کړل

په افغانستان کي د سعودي عربستان سفارت ١٤ كسيز ديپلوماتيک تيم نن سه شنبه ۳۰ نومبر کابل ته راستون شو، او په خپل سفارت کي یې قونسلي خدمات افغان ولس ته پيل کړل.

مونږ دوی ته ښه راغلاست وايو، د سعودي حکومت دغه نيک اقدام ستايو او د ښو اړيکو پيلامه يې بولو.