‏د ااا د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کي د ګڼو وزارتونو ویاندویانو ته د اسلامي امارت د کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ په تړاو معلوماتي غونډه جوړه شوه.

د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امير خان متقي صاحب د غونډې برخوالو ته په وینا کې د اسلامي امارت تګلاره تشریح کړه او ټولو ګډونوالو ته یې ‏سپارښته وکړه چې د امارت پالیسي دي تعقیب او له رسنیو سره دې پر وخت معلومات شریک شي.
د بهرنيو چارو وزير همداراز د نظام او رسنيو ترمنځ پر نژدې همکارۍ ټينګار وکړ.
د ګډونوالو له لوري دغه ډول ناستي ښه ابتکار او ګټوري وبلل شوې او هیله یې څرګنده کړه چي دا لړۍ جریان پیدا کړي. ‏غونډه د محترم انس حقاني صاحب په دعاء سره ماښام وخت پای ته ورسېد.