‏نن د چین هیواد د باندنیو چارو وزیر ښاغلی وانګ يي په یو ځانګړي سفر کابل ته راغی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي يې هرکلی وکړ.

دواړو سیالانو د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کي غونډه ترسره کړه چې پکې په سیاسي، اقتصادي، ټرانیزيټي، هوايي دهلیز، ‏د وچو مېوو پر لېږد، سکالرشیپونو، د ویزو پر ورکړې، د معدنیاتو په برخو کي د کار د شروع کېدو، په کمربند او لاره پروژه (BRI) کې د افغانستان د برخې او ګڼو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.

ښاغلي وانګ یي افغانستان ته خپل راتګ د هر اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په پار وباله او زیاته یې کړه چې ‏لکه څرنګه چې چین او افغانستان تاریخي اړیکې لري لا هم غواړي چې پراخې او پیاوړې شي.

ښاغلي وانګ يي وویل؛ د چین ولسي جمهوریت پالیسي ده چې نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او یا هم له دې لاري خپلې ګټې خوندي کړي، ښاغلي وانګ يي په خپلو خبرو کې پر افغانستان د لګېدلو ‏کې د طیارې د لویدولو په پیښه یې خواشیني څرګنده کړه.

متقي صاحب زیاته کړه چې له نوي حکومت سره راغلي امنیت زمېنه برابره کړې چې د چین هیواد په شمول نړیوال پانګوال کولای شي په افغانستان کې سرمایه ګذاري وکړي او له دې لاري د خپلو ګټو ترڅنګ له افغانانو سره د اقتصادي ودې او ثبات په برخو‏کې همکارۍ وکړي چي نوی حکومت به ورسره پوره ملاتړی وي.

متقي صاحب وویل؛ د افغانستان ثبات د سیمي او نړۍ په ګټه ده او اوس دي هدف ته رسیدلي یاو د نړیوالو مسئولیت دی چي همدا ثبات د سیاسي او اقتصادي برخو په تقویه کولو سره تقویه کړي، خوښ یم چي له چین هیواد سره مو اړیکي ورځ په ورځ غوړیږي.