پرون ناوخته د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ او د ښځو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ترمنځ ټيليفوني خبرو کې دواړو لوريو د علاقي وړ موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

ښاغلي ټام ويسټ د افغانستان له مالي سکټور، په ځانګړي ډول بانکي او پولي نظام سره يې د خپل هېواد د خبرو د پرمختګونو، او همدارنګ يو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعواتو په هکله معلومات او نظر شریک کړ . د بهرنيو چارو وزير دا یو ښه پرمختګ وباله چې له امریکا سره یې د افغان مالي سکتورپه برخه کي پرمختګونه شوي او زياته يې کړه چې په ډېرو برخو کې لاسته‌راوړنې لرو؛ امنيت تامين شوی، داعش ځپل شوی او هېچا ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي‌. د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې بانکي نظام سره له ټولو ننګونو فعاله دی، افغانۍ خپل ارزښت ساتلی،حکومت توانېدلی چې خپلو پنځه سوه زره پخوانیو او لسګونه زرو نویو مامورينو ته له توپیر پرته معاشونه ورکړي او نوې بوديجه هم له داخلي عواید چمتواو تصويب کړی. اغلي رینا امیري د ښځو د تعلیم، کار او بشري حقوقو په اړه خپل نظر او اندیښنه شریکه کړه اود ښه والي لپاره یې د افغان حکومت د توجه غوښتنه وکړه. متقي صاحب وويل، د ښوونې، روغتيا او پاسپورټ او ځینو نورو برخو کې افغان ښځې په خدمت بوختې دي. د حجاب په باب فرمان صادر شوی چې افغان مېرمنې ورسره ستونزه نه لري؛ د مخدره توکو د بندښت فرمان هم صادر شوی او عملي شوی. په پای کې دواړو لوريو هوکړه وکړه چې تعامل ته به ادامه ورکوي او د پرتو ستونزو د اواري په برخه کې به له زغم څخه کار اخيستل کېږي تر څو په ګډه ټولو ستونزو ته حل لار راوایستل شي.