د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د نیمروز ولایت د بهرنیو چارو په ریاست کې له اړوندو مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه او هغوی ته یې په مربوطه چارو کې لازمې سپارښتنې وکړې.

محترم مقتي صاحب وویل؛ د اسلامي امارت د متوازنې او اقتصاد محوره پالیسۍ د عملي تعقیب په موخه لازمه ده چې تجاراتو ته تسهیلات برابر کړئ تر څو د ورېښمو له لارې افغان تجارانو ته د صاراتو او وارداتو لاښه زمینه برابره شي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزیر د نیمروز د خارجه نمایندګۍ د مسؤلینو کړنې وستایلې او هغوی یې وهڅول تر څو یې خدمات له نورو اړونده اداراتو سره په بشپړه هماهنګي لا ګړندي او مؤثرشي.
باید وویل شي چې د بهرنیو چارو وزارت په نیمروز ولایت کې د استازولۍ لپاره نوې ودانۍد نه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت پیرلې چې د تجهیز او پکښې د عملي کار په موخه هم لازم تدابیر ونیول شول.