د بهرنيو چارو وزير سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د برخې مسوول وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره نن د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا د برخې مسؤول ښاغلي محمد رضا بهرامي وکتل.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز وضعیت په اړه خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې مخ پر وده بللې او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه وکولای شي په ګڼو برخو کې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر استازي هم پر خپل وار دوې اړخیزې اړیکې مثبتې وارزولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په ګڼو کچو د اړیکو او خبرو دوام مهم وباله.