د بهرنيو چارو وزير د ايران د ‌کرنې له وزير سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره نن په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې وزیر ښاغلي غلامرضا نوري وکتل.

په دې ناسته کې پر دوه ‌اړخیزو اړیکو، د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیسیون د اوومې ناستې د ترسره کېدو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو له عملي بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لا زیات فرصتونه موجود دي.

د ایران د کرنې وزیر هم په بېلابېلو برخو کې د همکاریو له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستل مهم وبلل او د موجودو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.