د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د کویټ د «السایر» سوداگريزشركت له اجرايوي رييس او مخکښ پانگوال ښاغلي محمدناصر محمد السایر سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې په رامنځته شوي فرصتونو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر د کویټ او افغانستان اړیکي تاریخي او مثبتی وبللې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د لازیاتو هراړخیزو تعلقاتو هیله وکړه.
ښاغلي السایر افغانستان ته د سفر خوښي څرګندولو سربېره، وویل غواړي په راتلونکي کې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پیل کړي او زیاته يې کړه، چې شرکت يې پلان لري، ترڅو له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
په ورته مهال؛ دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر اسانتیاوو او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو څخه پر اغېزمنې استفادې ټینګار وکړ.