د بهرنيو چارو وزير سره د سره صليب رييس وکتل

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د عملیاتي چارو له عمومي رئیسې، مېرمن یاسمین پراز ډسیماز، سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان د بشري اړتیاوو، د راستنېدونکو کډوالو د زیاتېدونکي شمېر پورې تړلي مواردو، روغتیايي خدمتونو او د جګړې له دورې څخه د پاتې شویو ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وشوې. په دې لړ کې څرګنده شوه چې افغانستان د جګړې له اوږدې دورې څخه وتلی او اوس د پرمختګ، آبادۍ او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوی، خو د تېرې دورې د قربانیانو ځینې ستونزې او اړتیاوې لا هم د پاملرنې وړ دي.

همداراز، په بېلابېلو برخو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشري همکاریو د دوام او پراختیا پر اهمیت خبرې وشوې. دواړو لوریو د هېواد د اړتیاوو د لا ښه درک، همغږۍ او په روغتیا او نورو بشري برخو کې د همکاریو د دوام او لا پراختیا لپاره پر ګډ کار او همکارۍ خپل چمتووالی څرګند کړ.